ارزګان ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر، غیر مجاز او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یووړل شول
د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۱۴۵ قلمه له نېټې تېر، بې کیفیته او بې لېبله خوراکي توکي، چې ۱۰ ټنه کېږي او ۵۸ قلمه له نېټې تېر او غیر مجاز درمل، چې ۲ ټنه کېږي، راټول او د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له منځه یووړل شول.
