په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او څلورپنځوس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د لوګر په نایب امین الله خان روغتون کې د قابلو په مشرۍ د مېندو پاملرنو روغتیايي مرکز فعالیتونه دوام وکړي او (۵۰) تنو ته د کار زمينه برابره شي.
بل لور، د AMA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
