د صدري ابنسینا روغتون لپاره د زړه د متخصصو کادرونو د جذب ازموینه واخیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د صدري ابن سینا روغتون لپاره د مسلکي کادرونو د جذب او ګمارنې په موخه له ۱۹ تنو څخه د زړه داخلې، نرسنګ، د زړه جراحي، انستیزي او د زړه پرفیوژنیست برخو کې ازموینه واخیستل شوه
نوموړې ازموینه د ګډونوالو د علمي او مسلکي وړتیاوو ارزونې په موخه د کارکوونکو چارو لوی ریاست، اکمال تخصص لوی ریاست، د معالجوي طب لوی ریاست او د زړه پروژې برخې د استازو په شتون کې واخيستل شوه؛ څو وړ او په شرایطو برابر کسان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره وټاکل شي.
د یادونې وړ ده، چې د معالجوي طب لوی ریاست دغه ازموینه د مسلکي کادرونو د جذب په موخه ترسره کړه، ترڅو په صدري ابنسینا ملي او تخصصي روغتون کې په لومړي ځل د زړه د خلاصو عملیاتونو خدمات پیل شي.
