په جنګلک روغتون کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ځوانانو د پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۳
moph

د جنګلک روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو څخه د مخنیوي ټیم له لوري د کابل د طبي علومو پوهنتون د مسؤلینو، استادانو او زده کړيالانو په شتون کې د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د ځوانانو، په ځانګړې توګه د روغتيايي څانګو زده کړيالانو د پوهاوي کچې لوړول وو، تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو د مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.

په دې غونډه کې د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون مسؤل، ډاکټر عبدالقادر دانشمل د نشه‌ يي توکو د منفي اغېزو په اړه وينا تر سره او د علمي او طبي معلوماتو په وړاندې کولو سره یې د نشه‌ يي توکو د تخریبي اغېزو په اړه، چې پر عصبي، قلبي او رواني سیستمونو اغېز کوي، هم خبرې وکړې.

 نوموړي ټینګار وکړ، چې اعتیاد یوازې یو فردي ستونزه نه ده، بلکې یوه جدي ټولنیزه او روغتيايي ستونزه ده چې کورنۍ او ټولنه هم اغېزمنوي.

د یادونې وړ ده، چې دا ډول غونډې کولای شي، د نشه يي توکو پر لور د ځوانانو د لېوالتيا په کمولو او د یوې سالمې او باخبره ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ درویشتمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 په دې ناسته کې د وزارت د مقام د حکمونو، لارښوونو د تعقيب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د افغانستان لپاره د ايران له سفير، ښاغلي علي رضا بیکدلي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ګډو تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې تر. . .

BACK TO NEWS