د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
MOPH

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان سره همغږي کول وو؛ په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدلولي حقاني، د عامه تغذیې رئیس ډاکټر حکمت الله معصومي او اړوندو ملي او نړیوالو شریکانو ګډون کړی ؤ.

دغه بهیر د هېواد د موجوده شرایطو، تطبیقي ننګونو او د خدمتونو د وړاندې کولو له واقعي وضعیت سره سم تر سره کېږي؛ ترڅو یو معیاري، عملي او د تطبیق وړ لارښود چمتو شي، چې د ټولو روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړي ډول د لومړۍ کرښې د خدماتو وړاندې کوونکو لپاره د باور وړ تخنیکي مرجع وګرځي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د دغه نوښت ارزښت ته په اشارې وویل: د مور او ماشوم د تغذیې د ملي لارښود بیاکتنه او معیاري کول د عامه تغذیې په سکټور کې یو بنسټیز او ستراتیژیک پرمختګ بلل کېږي.

همدارنګه، د عامه تغذیې رئیس ډاکټر حکمت الله معصومي وویل: د عامه تغذیې ریاست او همکارو تخنیکي ادارو د ګډو مسلکي هڅو په پایله کې به نوی لارښود د خدماتو د کیفیت لوړولو، د تطبیق یو شانوالي او د شواهدو پر بنسټ د مداخلو پیاوړتیا لپاره یو مهم تخنیکي سند وي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه لارښود به د ډاکټرانو، نرسانو، قابلو او د تغذیې پروګرام د مدیرانو لپاره د عملي تطبیق یو اغېزمنه وسیله وګرځي؛ څو د هېواد په کچه د تغذیې خدمات د ملي معیارونو سره سم وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې د مور او ماشوم د تغذیې موجود ملي لارښود د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۹م کال کې بیاکتل شوی و، خو د نړیوالو نویو لارښوونو او د تطبیقي تجربو پر بنسټ، ځینې مهمې تخنیکي تشې په کې موجودې وې، چې له ډلې یې مهم موارد په لاندې ډول دي:

د ژوند د دورې (Life Cycle Approach) پر بنسټ د تغذیې جامع لید، د نویو ځوانانو (Adolescents)  تغذيه، د ماشوم د لومړنۍ ودې او انکشاف (ECD) د تغذیې یوځای کول او د تغذیې لپاره د چلند بدلون (SBCC) اغېزمن او سیستماتیک چوکاټ.

د همدې تخنیکي اړتیاوو او تشو د رفع کولو په موخه د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود بیاکتنه او نوي کول یو مهم ستراتیژیک اقدام بلل کېږي؛ چې تمه ده لاندې پایلې به ولري: د شواهدو پر بنسټ د تغذیې مداخلاتو معیاري کول، د خدماتو د کیفیت ښه والی او د تطبیق یو شانوالی، د وقایوي (Preventive) او درملنیزو (Curative) مداخلاتو ترمنځ د توازن پیاوړتیا، د نسلونو ترمنځ خوارځواکۍ (Intergenerational Malnutrition) دورې د ماتولو لپاره د دوامدارو حل‌ لارو رامنځته کول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS