د عامې روغتیا وزارت بېړني روغتیايي ټیمونه د کونړ په پېښه کې د زلزلې د قربانیانو تر څنګ ولاړ دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۱۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړې لارښوونه بېړني روغتیایي ټیمونه لا هم د پېښې په ځای کې فعال حضور لري او د درملنې او ژغورنې عملیات په پرله‌پسې توګه دوام لري.

دغه ټیمونه چې د مرکز او ختیځو ولایتونو څخه کونړ ولایت ته رسېدلي دي، د پېښې له امله ځپل شویو هېوادوالو ته لومړنۍ روغتیایي مرستې، درملنې او د ژوند د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د زلزلې قربانیانو د ژوند خوندیتوب، بیړنیو اړتیاوو پوره کولو او اړینو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې به هېڅ هڅه ونه سپموي.

د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي، تر څو چې د پېښې وضعیت عادي شوی نه وي، یاد ټیمونه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د خلکو روغتیایي اړتیاوې به له پامه ونه غورځوي.

هیره دې نه وي چې یو شمېر نور روغتیايي ټیمونه هم له مرکز او ولایتونو څخه د پېښې ځای ته روان دي تر څو د تېرې شدیدې زلزلې قربانیانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS