کاپیسا ولایت کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي پلورنځیو څخه ۲۱۲۲ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه یووړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۱۰
MOPH

د کاپيسا ولایت د عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو د خپلو نظارتي فعاليتونو په لړ کې د یاد ولايت اوه ولسواليو کې د خوراکي توکو پلورنځیو او درملتونونو څخه ۷۷ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي، چې (۱۹۴۵) کيلو ګرامه کېږي او ۶۵۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل، چې (۱۷۷) کيلو ګرامه کېږي، د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال په لومړيو درېو مياشتو کې راټول کړي وو، له منځه یې یووړل.

یاد له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل د يوې ګډې کمېټې، د اړوندو ادارو د استازو او څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو په حضور کې د کاپيسا ولايت مرکز دشت شريزار سيمه کې د کثافاتو د له منځه وړلو لپاره ځانګړې شوې سيمه کې له منځه یووړل شول.

همداراز، د خوراکي توکو د پلورنځیو او درملتونونو مالکانو ته لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نېټې تېرو او غير مجاز درملو او خوراکي توکو له پلور څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS