د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د کنترول سرطان پروژی د اړتیا وړ ادویه او طبی مصرفی موادو چمتو کول او تدارک چی د ریفرینس شمیره MOPH/GDCM/NCCP/NCB/1403/G01 ده تړون د (دانیال تیک لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-19165) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه هوتل پروان، 11 ناحيه کابل مرکز كابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه 11,040,000) يولس ميليونه او څلویښت زره( افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۰
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د احم . . .

Back to tenders