د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست د شعبو بیارغونې پروژې چې د MOPH/NCB/1403/W-03 ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دوشنبې ورځې ۱۳/۰۳/۱۴۴٦ ه ق چې د ۲٦/۰٦/۱۴۰۳ ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې، وزیر محمد اکبر خان کابل افغانستان– د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیست خونې ته وسپاري. ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د وړاندیز تضمین د (۱۷۰۰۰) اوولس زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټۍ په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون د ورکړې پریکړې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د دې روغتون د اړتیا وړ د 19000 طبي اکسیجن بالونونو د تدارک او چمتو کولو تړون چې ريفرينس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۳
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په پام کې لري، لاندې تړونونه ګټونک . . .

Back to tenders