د تړون د ورکړې پریکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د دې روغتون د اړتیا وړ د 19000 طبي اکسیجن بالونونو د تدارک او چمتو کولو تړون چې ريفرينس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، افغان اکسیجن شرکت ته، چې د کابل ولایت، کابل جلال آباد سړک، پکتیا کوټ سیمه کې موقعیت لري او D-29072 ګڼې جواز لرونکی دی، د (4650000) څلور میلیونه شپږ سوه پنځوس زره افغانیو مجموعي قیمت سره ورکړي.

يادونه: حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې کاري ورځو پورې په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو او د عقودو قانون سره سمه د استقلال روغتون ریاست ته، چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې اړوند د علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري، وړاندې کړي.

نوټ: دا خبرتیا د تړون عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۸
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders