د مایع ګاز د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا 1000 بستریز، د جنګلک 450 بستریز، نوی ځوانانو 100 بستریز، کوهدامن د نوکریوالانو 20 بستریز، پلچرخی 50 بستریز او د آغوش کمپ 100 بستریز روغتونو لپاره د غذایی موادو د پخلې او پخولو به خاطر د مایع ګاز تړون چی د پیژندني شمیره یی (MOPH/DDR/NCB/1403/G-002)ده. د (تمیم عبدالله انصار ساختمانی او لوژستکی) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (62417) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (تهیه مسکن نود فامیلی ناحیه17، مرکزکابل- کابل) کې دی. چې د تړون بیه (4,257,276) څلور ملیونه دوه سوه اووه پنڅوس زره دوه سوه شپږ اویا افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د تدارکاتو خبرتیا!

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د DR اکسری ماشین د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون اړوند د یو پایه DR  ماشین تدارک او چمتو کول پروژه چې د (MOPH/1404/NCB/G . . .

Back to tenders