د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

نیټه: ۲۸/۱۰/۱۴۴۵هـ ق – ۱۸/۰۲/۱۴۰۳ هـ ش

ټولو هغو ډاکټر صاحبان چې د ۱۴۰۱ کال د مونوګراف په آزموینه کې  او همداشان د ۱۴۰۲ کال  په  Comprehensive    آزموینه کې بریالي او د متخصصینو په توګه پیژندل شوي، د تخصص بشپړولو سند ترلاسه کولو په موخه دې د عامې روغتیا وزارت ویب سایت په (https://forms.gle/YgoJVjvc5N8sHbfD8 ) لینک کې د ۲۸/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق - ۱۸/۰۲/۱۴۰۳هـ ش تر ۰۹/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق - ۲۸/۰۲/ ۱۴۰۳هـ ش نیټې پورې د لارښود سره سم نوم لیکنه وکړئ.

نوټ: هغه محترم ډاکټران چې پورتنۍ آزموینه یې ترسره کړې وې خو د تخصص پروګرام یې د رضاکار تریني او یا هم د تخصص پروګرام یې له هیواد څخه بهر بشپړ کړی وي، له پورتنۍ نوم لیکنې څخه مستثنی دي، هغوئ دې د تخصص بشپړولو سند ترلاسه کولو لپاره د اکمال تخصص لوی ریاست ته خپل غوښتنلیک تر پورتنی نیټې پورې وړاندي کړي.

  1. د سند د حق الفروش بیعه د ذیصلاح مقاماتو له لوري (۲۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوې ده.
  2. د سند د فیس تحویلیدو لپاره په عامې روغتیا محترم وزارت کی د اکمال تخصص لوی ریاست پذیرش غرفې  ته مراجعه وکړئ.
  3. په بانک کې د فیس تر تحویلو وروسته بانکي آویز سکن او د نوم لیکنې په سیستم کې آپلود کړئ او هم اصلي بانکي آویز اړوند مالي ادارو ته وسپارئ.
  4. که چیرته ستاسو معلومات په سمه توګه سیستم کې ثبت شوي وي ستاسو بریښنالیک ته دنوم لیکنې د ډاد پیغام استول کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۳۱
Background image

خبرتیا!

د هغو محترمو متخصصینو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive)  ازموینه کې بریالي شوي دي:

هغه محترم متخصصین چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive) ازموینه بریالي شوي، کولای شي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۱۳
Background image

د ټولو محترمو ساختماني او لوژستیکي شرکتونو د پام وړ:

بلنه!

د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د دې وزارت اړوند ټولې ودانېزې، د اجناسو او خدمتونو پروژې په شفافیت سره تر سره او د ازادې داوطلبۍ له مخې مستحقو شرکتونو ته ورکړل شي دا وزارت په پام کې . . .

Back to announcements