د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د (اسلامي همکاریو سازمان) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۲:۴۵
MOPH

په دې ناسته کې د  بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو لپاره د (اسلامي همکاریو سازمان ) د سر منشي مرستیال، او د افغانستان لپاره د دې سازمان سر منشي ځانګړي استازي ښاغلي طارق بخیت، د یاد سازمان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائیوي رئیس نوره الرشود، د ( OIC) غړو هېوادونو کې د ښځو د پراختیا سازمان (WDO) اجرايوي رئیس افنان الشعيبي د (OIC) د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د اجراییوي رئیس مرستیال ثقلين جاويد، د (OIC) د دفتر مشر محمد سعید العیاش، د سیاسي برخې مدیر سیف الله خان، مالي او اداري مدیر توفیق احمد ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد د اسلامي همکاریو سازمان مسئولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د روغتیا برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان په ملاتړ  او  همکارۍ ټینګار وکړ او هم یې یاد پلاوي ته افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په تړاو معلومات ورکړل.

 

ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سرمنشي څرګنده کړه چې افغانستان کې روغتیا برخه کې همکاریو ته اماده يو او یادونه یې وکړه چې د روغتیايي ځالو ملاتړ، تغذيې او نورو برخو کې همکاري ترسره کول یې لومړیتوبونه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د مرکزي او ولایتي روغتونونو ۲۰تنه ډاکټرانو ته د جدي پاملرنې (ICU) برخه کې ۲۰ ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د عاجل ابن سینا روغتون په تالار کې د مرکزي روغتونونو (استقلال، رابعه بلخي او جمهوريت) او زابل، غور،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د هلمند روغتیايي علومو انسټیټیوت کې د طبي لابراتوار څانګه پرانیستل شوه

دغه څانګه د هلمند روغتیايي علومو انسټیټیوت کې د نوي درسي سمسټر له پیل سره هم مهاله د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه، چې د زده‌کړیالانو لپاره به د عملي زده‌کړو په برخه کې مهم او. . .

BACK TO NEWS