د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زده‌کوونکو په شتون کې د نشه‌يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱۶
MOPH

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي اغېزو په اړه ګډونوالو ته معومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

BACK TO NEWS