د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي تخنیکي کارکوونکو ته درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۱۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز د واکسیناسیون ملي پروګرام او کتلوي معافیت تخنیکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د ساحوي ایپیدیمیولوژي اړوند، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

 

 یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت اړوند، د عامه روغتیايي زده کړو ریاست او  د افغانستان د روغتیا ملي انسټېټیوټ د تخنیکي او متخصصو استادانو له لوري د EMPHNET ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ساحوي ایپیدیمیولوژي د پنځه میاشتني لومړني پروګرام د تخنیکي او علمي ظرفیت لوړولو په موخه، چې د لومړي ځل لپاره به په نېږدې راتلونکي کې پیل شي د هېواد د ټولو زونونو ۱۲ ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو او کتلوي معافیت څانګو ۲۱ تنه تخنیکي کارکوونکو ته په عملي او نظري بڼه ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري ۳۵ تنو کوچنیو متشبثینو ته د "خوړو ککړتیا او مخنیوي" تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

یاد روزنیز سیمنار چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو، موخه یې ذهنیت جوړونه، د خوړو ککړتیا او مخنیوي برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول، د روغتیايي او تولیدي مهارتونو ښه والی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د. . .

BACK TO NEWS