په هیواد کې د جینومیک سيکوينسينګ  لومړنی لابراتوار ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۸:۴۰
نخستین لابراتوارجینومک سیکوینسنگ به سطح کشور به بهره داری سپره شد

 د عامې روغتیا سرپرست وزير  ډاکټر قلندر عباد نن د جینومیک سیکوینسنګ لابراتوار پرانیست او ګټې اخيستنې ته يې وسپاره.

 دا د جینومیک سيکوينسينګ لومړنی لابراتوار دی چې د هیواد په کچه د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوى او په پام کې ده چې په دغه لابراتوار کې د کرونا ویروس ټول  ډولونه تشخيص  شي.

 د عامې روغتیا  سرپرست وزير  د کرونا ویروس د بېلابېلو ډولونو د تشخيص  په برخه کې د دغه لابراتوار جوړېدل یو ښه ګام وباله او ویې ویل، چې له دې وروسته به د هېواد دننه د کرونا ویروس ټول ډولونه تشخيص  کړو.

 نوموړي دغه راز په هېواد کې د تشخیصي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل، هڅه کوو چې په هېواد کې د تشخیصي خدمتونو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړو، ترڅو ټول ناروغان په هېواد کې تشخیص شي او خلک بهر  تګ ته اړ نه شي.

 ډاکټر عباد زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته ژمن دی، ترڅو د طبي علومو په برخه کې پرمختګ وشي.

 په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر عمر مشعل د دغه لابراتوار له پرانېستلو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دغه اداره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته ژمنه ده.

 دغه لابراتوار د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې جوړ شو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ عمومي روغتون او پروان ولایت شینواري ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۱۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۷
Background image

لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي او یو شمېر مسؤلینو په شتون کې پیل شو، چې په تطبیق سره به یې یادو ولایتونو کې تر. . .

BACK TO NEWS