په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph

کابل، ۲۲/۱۰/۱۴۴۳/ هـ . ق ۲/۳/۱۴۰۱ هـ. ش : د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. دا په روان کال کې د پولیو د واکسین څلورم پړاو سرتاسري کمپاین دی، او موخه یې ۹،۹ میلیونه ماشومانو واکسین کول دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

په دې کمپاین هغو ماشومانو ته چې د ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې وي، ویتامین A ورکول کیږي چې د ناروغیو په وړاندې د هغوی د بدن معافیت سیستم د پیاوړي کولو لپاره فوق العاده ګټور دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په هیواد کې اوسنې وضعیت د پولیو د واکسین د کمپاینونو او نورو روغتیايي خدمتونو د ښه تطبیق او وړاندې کولو لپاره مساعد وباله او له ټولو روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو څخه چې د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین په ښه توګه تطبیق کړي.

افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډير نږدې شوی او ټول هیوادوال باید په ګډه کار وکړي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب سره پلي شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کيداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کیږي د تل لپاره فلج یا مړه کیږي.

په روان زیږدیز کال کې تر اوسه د پولیو یوه مثبته پېښه له پکتیکا ولایت نه راپور شوې او د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

تېر کال په هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې راپور شوې وې، چې درې یې په کندوز او یوه یې په غزني ولایت کې ثبت شوې وې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

خبرتیا!

موضوع: کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د کندز ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده . . .

Back to announcements