په دایکندي او هلمند ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
ياد نظارت د دایکندي او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري تر سره شو، چې پایله کې یې په دایکندي ولایت کې ۳۰ قلمه درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
همدارنګه، په هلمند ولایت کې ۸ روغتیايي کتنځايونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
