د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د راډیولوژۍ، طبي ټکنالوژۍ، فزیوتراپي او نرسنګ له څانګو څخه ۱۵۲ تنه زده کړیالان فارغ شول
په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي، د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل او د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال فارغانو ته مبارکي وویله او د هغوی فراغت یې روغتیا برخه کې یوه لاستهراوړنه وبلله. هغه له فارغانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي څانګو له لارې خپلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه، د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس په دې غونډه کې وویل: موږ نن خپلې ټولنې ته داسې ځوانان وړاندې کوو، چې د مسلکي زده کړو د یوې دورې له بشپړولو وروسته د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د راډیولوژۍ، طبي ټکنالوژۍ، فزیوتراپي او نرسنګ له څانګو فارغ شوي او کولای شي له همدې لارې د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.
