ټول خبرونه
د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس، الحافظ انعام الله عمار او مل پلاوي د ننګرهار ولایت د روږدو ناروغانو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون څخه نظارت وکړ
یاد نظارت کې د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس د روغتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، په ترسره کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده او مسؤلینو ته یې د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه. . .
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیا نړیوال سازمان او ګېټس بنسټ (Gates Foundation) له استازو سره انلاین غونډه ترسره کړه
یاده غونډه کې په سپینو ساحو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د یو واحد معلوماتي سیسټم رامنځته کولو او د موازي سیسټمونو د ادغام په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې. . .
۱۷ تنو ته د بېړنیو او لومړنیو خدمتونو (Basic Emergency care) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو
یاد ورکشاپ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د مرکز او ولایتونو په کچه ۱۷ مسلکي کارکوونکو ته پیل شو، چې موخه یې په ولایتي کچه د روغتیايي پرسونل او مسؤلینو ظرفیت لوړول. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لپراسکوپي جراحي د لومړۍ دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ
یاده غونډه چې د استقلال ملي او تخصصي روغتون په نوښت د لپراسکوپي جراحي څانګې څخه د ۲۰ تنو متخصصو ډاکټرانو د فراغت په ویاړ جوړه شوې وه، په کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د. . .
د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم کندهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد شيرين آخند سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، د کندهار والي ملا محمد شيرين آخند ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې. . .
د Handicap International پروژې څخه د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس څارنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي په کابل ولایت کې د Handicap International مؤسسې اړوند د معلولیت لرونکو کسانو د اړتیاوو پوره کولو پروژې څخه. . .
د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو د تحصیلي کیفیت د لوړولو په موخه باصلاحیته کمېټه وټاکل شوه
د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د حکم پر اساس د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د څو تنو رئیسانو او مسلکي استادانو په ګډون د خصوصي انسټېټیوټونو د زده ګړیالانو د. . .
د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیايي علومو انسټیټیوټ د علمي شورا ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل په مشرۍ تر سره شوه، په کې علمې او تدریسي آمر دوکتور عبدالستار جبارزي، اداري آمر بریالي عصمتي، تخنیکي. . .
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د نږدې دیرش میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه بابه روغتیايي ځالو پرانیسته ترسره کړه
په همدې موخه جوړ شوي مراسم چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شول ، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي. . .