ټول خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

په زابل ولایت کې ۲۰ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د زابل عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه د ترسره کړي نظارت په پایله کې ۲۰ ټنه له نېټې تېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۸
Background image

د پنځو ولایتونو ۱۵ طبي ټکنالوجستانو ته د چیچک او ویروسي هیپاټایټس د لابراتواري تشخیص درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د پنځو ولایتونو د حوزوي لابراتوارونو ۱۵ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د چیچک او ويروسي هیپاټايټس د لابراتواري تشخيص (Training on. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

غور ولایت کې د لعل ولسوالۍ روغتون لپاره د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۷۰ کیلوواټه برېښنا پروژې چارې پیل شوې

د غور ولایت د لعل ولسوالۍ روغتون لپاره د برېښنا رسولو پروژې چارې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ او همکارۍ، د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې. د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

Pagination