په کابل کې د EPHS او BPHS روغتیايي کڅوړو د بیا کتنې او تدوین په موخه درې ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۳
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د  EPHS او BPHS روغتیايي کڅوړو د بیا کتنې، تجدید او تدوین په موخه د روغتیا نړیوال سازمان په جینوا کې مرکزي دفتر او په افغانستان کې د یاد سازمان دفتر په همکارۍ د، Service Planning, Delivery & Implementation (SPDI)

او د WHO Dashboard درې ورځنی تخنیکي ورکشاپ په کابل کې تر سره شو.

دا ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست سره په همغږۍ تر سره شو، په ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د اړونده برخو متخصصینو، مسلکي اشخاصو، مشاورینو او د اړوند تخنیکي کمېټې غړو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ښاغلي ډاکټر سید رسول منګل د ورکشاپ په اړه وویل“ د دې ورکشاپ اصلي موخې د روغتیايي کڅوړو د نويو کولو لپاره د اړینو تخنیکي او علمي مواردو تشریح، د روغتیا نړیوال سازمان د خدمتونو د پلان جوړونې، وړاندې کولو او پلي کولو یعنې SPDI له پلیټفورم څخه د استفادې زده کړه، د اوسني روغتیایي تمویل او عامه مالي مدیریت ته کتنه، د لومړیتوبونو او اړتیاوو تشخیص، او پر واقعي اړتیاوو ولاړو معیاري روغتیايي کڅوړو طرحه کول دي تر څو په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو عادلانه وېش، لوړ کیفیت خدماتو وړاندې کول او د افغانستان ټولو سیمو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو رسونه یقیني شي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د SPDI ډشبورډ د کارولو څرنګوالی تشریح شو تر څو د روغتیايي کڅوړو د طرحې او تدوین په بهیر کې ترې اغېزمنه استفاده وشي او د افغانستان نوې روغتیايي کڅوړې په یاد ډشبورډ کې شاملې شي.

د ورکشاپ په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري همکار، چې د ورکشاپ تخنیکي او ښوونیزې چارې یې پر مخ وړې ښاغلي عبدالغني ابراهیمي د ورکشاپ له ګډونوالو مننه وکړه چې په منظمه توګه یې په یاد ورکشاپ کې ګډون وکړ او په وینا یې د روغتیا نړیوال سازمان به په دې او نورو اړینو تخنیکي برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته ادامه ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ملاريا ناروغۍ ملي پروګرام د بیا کتنې دوهم پړاو معلوماتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۹
Background image

د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند د کټار ګمبیر بنسټیز روغتیایي مرکز نوې ودانۍ ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ د نورستان عامې روغتیا ریاست په هڅو او د DACCAR مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې، چې د سیمې اوسېدونکو ته به د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې اسانتیاوې رامنځته او ډېری ستونزې به. . .

BACK TO NEWS