په کابل کې د کندهار ماشومه له تنفسي ستونزې وژغورل شوه او روغتیايي کارکوونکي وستایل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۷
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د کندهار څخه د راوړل شوي ماشوم د روغتیایي وضعیت څخه له نږدې لیدنه وکړه او روغتیایي کارکوونکي یې وستایل:

یاده ماشومه چې کلثوم نوم یې درلود د تنفسي سیستم په یوه برخه کې د بهرني جسم د شتون له جدي ستونزې سره مخ وه ، چې نن ورځ له کندهار ولایت څخه د الوتکې په توسط مرکز کابل ته عاجل را انتقال شوه ، د عامې روغتیا اړوند د صحت طفل روغتون روغتیايي کارکوونکو له لوري د یادې ماشومې په بریالیتوب سره پروسیجر تر سره او له تنفسي سیستم یې اجنبي بهرنی جسم راوویستل شو.

ښاغلي شیخ صیب د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په استازیتوب د هغو ټولو روغتیايي کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د دې ماشوم د ژغورنې او درملنې په بهیر کې یې ونډه اخیستې وه، د ښاغلي شیخ صیب له لوري یاد شوي روغتیایي کارکوونکي په مادي او معنوي شکل وستایل شول او روغتیایي کارکوونکو ته یې د لا زیاتې پاملرنې سپارښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۷
Background image

په کابل کې د کندهار ماشومه له تنفسي ستونزې وژغورل شوه او روغتیايي کارکوونکي وستایل شول

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د کندهار څخه د راوړل شوي ماشوم د روغتیایي وضعیت څخه له نږدې لیدنه وکړه او روغتیایي کارکوونکي یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۳
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کنټرول په موخه د ملکیتونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو له لوري د کابل ښار له بېلابېلو ملکیتونو څخه نظارت وکړ؛ د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک لېستونه ډک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا وزارت خالي بستونو لپاره الکترونیکي ازموینه پیل شوه

په دې ازموینه کې چې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ګډون درلود، له ۱۰۰ څخه زیاتو خالي بستونو لپاره ترې ازموینه واخیستل شوه او دا بهیر په درې پړاوونو کې ترسره کېږي، چې دغه اقدام د ازادې سیالۍ له. . .

BACK TO NEWS