هرات ولایت کې د ټولنې په کچه روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۸:۱۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ په هرات ولایت کې د ټولنې په کچه ۵۰ روغتیایي کارکوونکو (CHW) ته د ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.

دا روزنیز ورکشاپ د ناروغیو مخنیوي، لومړني تشخیص، روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو او په غیر ساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت برخه کې وړاندې شو.

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي وویل: د ټولنې روغتیايي کارکوونکي په هېواد کې د غیر ساري ناروغیو د پېژندلو، مخنیوي او کنټرول برخو کې مهم او اغېزمن رول لري. او د محدودو سرچینو او اسانتیاوو په پام کې نیولو سره، موږ نه شو کولای په دې برخه کې ټول روغتیايي کارکوونکي وروزو؛ له همدې امله موږ تمه لرو چې د دې ورکشاپ ګډونوال خپلې زده کړې په روغتیايي مرکزونو او کلیو کې له نورو همکارانو سره شریکې کړي؛ ترڅو موږ وکولای شو د ټولنې په کچه د لا ډېرو روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونو لوړ کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS