ننگرهار ولایت کې ۶۵۵ اړمنو او ماشوم لرونکو میندو ته کمپلې او ترپالونه ووېشل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۸
MOPH

د ننگرهار ولایت په مهمندرې ولسوالۍ کې د UNFPA نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ۶۵۵ تنه اړمنو او ماشوم لرونکو میندو ته یو شمېر کمپلې او ترپالونه ووېشل شول.

دغه بشري مرستې د ننگرهار عامې روغتیا ریاست د مهمندرې ولسوالۍ د روغتیايي مسؤل، ډاکټر شاه محمود هجرت په همغږۍ ترسره شوې دي، چې موخه یې د ژمي په موسم کې د میندو او ماشومانو ساتنه او له موسمي ناروغیو څخه د هغوی مخنیوی دی.

همدارنګه، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل، چې د ورته مرستو دوام د میندو او ماشومانو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۳:۴۸
Background image

په فراه ولایت کې د پولیو کمپاین همغږي کوونکو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د پولیو کمپاین ۷۲ همغږي کوونکو لپاره دا دوه ورځنی روزنیز پروګرام د کتلوي معافیت لخوا د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست په تالار کې پیل شو.

د یاد روزنیز پروګرام پرانیستې مراسمو کې د فراه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو رئیس محمد یونس غالب، تاسیساتو او ساختماني چارو، عدلي طب ریاستونو او د ۱۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د تدارکاتو رئیس وویل:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۲:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري بدخشان ولایت کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دغه پروګرام چې د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د اداري او مسلکي ماسټرټرېنرانو په شتون کې د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۱۶۰ تنو اداري او روغتیايي کارکوونکو لپاره ترسره شو، په کې. . .

BACK TO NEWS