ننګرهار ولایت کې تورخم ۲۰ بستریز روغتون سره د شاوخوا ۱۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه
دغه وسایل چې مجموعي قیمت یې ۱۶ زره او ۸ سوه امریکایي ډالر ښودل شوی، په کې پرمختللي طبي وسایل او یو عدد پرمختللی د تلویزیوني معایناتو ماشین شامل دی، چې په وسیله به یې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو او د سیمې اوسېدونکو ته روغتیا برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
یاد ۵ قلمه طبي وسایل چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري مرسته شوي وو، د ننکرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري او د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د تورخم ۲۰ بستریز روغتون مسؤلینو ته وسپارل.
د ننګرهار مرستیال والي د روغتیا نړیوال سازمان له همکارۍ څخه مننه وکړه او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې دغه روغتون به لا مجهز کړي؛ ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته لا غوره روغتیایي خدمات وړاندې شي.
