لوګر ولایت کې د کوچیانو روغتیایي مرکزونو ته د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۳ قلمه بېلابېل درمل ووېشل شول
دغه مرستې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت له لوري برابرې شوي دي، چې موخه یې روغتیایي خدماتو ته د کوچیانو د لاسرسي زیاتوالی دی.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس محمد زرک ځیرک وویل، یاد درمل به د کوچیانو د روغتیایي ستونزو په حل کې اغېزمن رول ادا کړي او دې قشر ته د روغتیایي خدمات لا پیاوړيتا لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه، دا درمل هغو کوچیانو ته چې د ژوند ډېره برخه یې په تګ راتګ کې تېرېږي، د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په برابرولو کې ډېر ګټور دي او له ټولو روغتیایي کارکوونکو څخه یې و غوښتل، چې دغه درمل بې له هر ډول ځنډ او خنډ څخه اړمنو ناروغانو ته ورسوي؛ تر څو اړمنو کسان ترې ګټه واخلي.
همدارنګه، د کوچیانو استازو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د روغتیایي مرکزونو د دوامدارې ارزونې او شته ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
