له ۳۰۴ تنو نوماندانو څخه عملي (Comprehensive) ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري  د ۱۴۴۶ هـ ق کال لپاره د مرکز کابل او ولایتونو له (۳۰۴) تنو نوماندانو څخه عملي (Comprehensive) ازموینه واخیستل شوه.

د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې د تخصصي برنامو د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې شي، په همدې اساس د یوې شفافې پروسې له لارې هېواد ته د روزل شویو طبي متخصصینو د وړاندې کولو په موخه، د وزارت محترم مقام د حکم له مخې د ۱۲/۸/۱۴۰۳ نېټه، شنبې ورځ د تخصصي او ثالثي روغتونونو د محترمو استادانو په همکارۍ د مرکز کابل او ولایتونو له (۳۰۴) تنو هغه نوماندانو څخه چې په شرایطو برابر او په تحریري ازموینه کې بریالي شوي وو، د مرکز په تخصصي روغتونونو کې د چمتو شوي مهالویش له مخې ورڅخه عملي (Comprehensive) ازموینه واخیستل شوه.

د یادونې وړه ده، چې په یاده ازموینه کې (OSCE،Short Case، long Case) برخې شاملې دي، چې د OSCE برخې ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او د اکمال تخصص عمومي رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر په شتون کې د مرکز کابل په څلورو تخصصي روغتونونو کې په پورته ذکر شوې نېټه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

یونیسیف ادارې د ننګرهار سیمه ییز روغتون نسایي ولادي څانګې ته د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت دوه د عملیات میزونه ورکړل

یاد میزونه د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په شتون کې د سیمه ییز روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د یونیسیف ادارې له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د. . .

BACK TO NEWS