د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل، د سعودي عربستان له لوري ټاکل شويو مقرراتو ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي او ټینګار یې وکړ، چې په هر ولایت کې باید ځانګړی ځای د حجاجو د منظمو روغتیایي معایناتو لپاره وټاکل شي.

همدارنګه هغه زیاته کړه، د معايناتو ټولې مرحلې باید په منظم ډول او د ټاکل شويو طرزالعملونو سره سم ترسره شي؛ تر څو حجاج له سفر مخکې د ښه روغتیایي وضعیت څخه برخمن وي او د هغوی د اعزام پروسه پرته له کومې ستونزې پر مخ ولاړه شي.

بل لور ولایتي مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې ټول اصول، مقررات او ټاکل شوي طرزالعملونه به په بشپړ ډول عملي کړي او د حجاجو لپاره به د معیاري او منظمو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوړو نړیوالو معیارونو د تطبیق په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست کارکوونکو لپاره د «کودکس یا د خوړو نړیوالو معیارونو تطبیق» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS