د کتلوي معافیت ملي ادارې مسؤل په ننګرهار کې د ختیځ زون د ایمونایزېشن پروګرام کلنۍ ارزونه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافيت ملي ادارې مسؤل، دوکتور عبدالحکيم همت ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ختيځې حوزې (ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) ولايتونو د کتلوي معافيت پروګرام د فعاليتونو کلنۍ ارزونې ورکشاپ کې ګډون وکړ:

یاد ورکشاپ چې د کتلوي معافيت پروګرام د لا ښه تطبیق او پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، په ترڅ کې یې دوکتور عبدالحکيم همت د پروګرام لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې او لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، نوموړی به د ننګرهار ولایت لپاره د کتلوي معافيت پروګرام فعالیتونو د تنظیم او اولویت‌ بندۍ په موخه د Road Map جوړولو یو ورځني ورکشاپ کې، چې د کتلوي معافیت ملي ادارې په نوښت ترسره کېږي، ګډون وکړي او د روډمپ په جوړولو او ترتیب سره به وکولای شي، چې د یاد ولایت د ایمونایزېشن برخې ستونزې په دقیقه توګه تشخیص او ورته روښانه حل لارې وړاندې شي.

همدارنګه، نوموړی به د ننګرهار په ولایتي کچه د کتلوي معافيت خدماتو وړاندې کېدو له بهیر څخه هم لېدنې او نظارت ترسره کړي؛ ترڅو د کتلوي معافیت پروګرام د پلي کېدو بهیر ارزونه ترسره او لا اغېزمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیو کې له درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو  پلي کېدو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مدیریت تطبیقي پلان پرانيست غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتيا نړيوال سازمان، خوړو نړيوال پروګرام (WFP)، يونيسيف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال د میندو او ماشومانو روغتیا پیاوړتیا د وزارت له اساسي لومړیتوبونو وبلله

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مدیریت پلي کېدونکي پلان پرانیست غونډه کې د وینا پر. . .

BACK TO NEWS