د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي تخنیکي کارکوونکو ته درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۱۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز د واکسیناسیون ملي پروګرام او کتلوي معافیت تخنیکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د ساحوي ایپیدیمیولوژي اړوند، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

 

 یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت اړوند، د عامه روغتیايي زده کړو ریاست او  د افغانستان د روغتیا ملي انسټېټیوټ د تخنیکي او متخصصو استادانو له لوري د EMPHNET ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ساحوي ایپیدیمیولوژي د پنځه میاشتني لومړني پروګرام د تخنیکي او علمي ظرفیت لوړولو په موخه، چې د لومړي ځل لپاره به په نېږدې راتلونکي کې پیل شي د هېواد د ټولو زونونو ۱۲ ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو او کتلوي معافیت څانګو ۲۱ تنه تخنیکي کارکوونکو ته په عملي او نظري بڼه ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

په جوزجان ولایت کې خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په اقچې ولسوالۍ کې له ګڼ شمېر خصوصي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د روغتونونو درجه بندي د لویدیځ زون په ولایتونو کې

د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د لویدیځ زون ځانګړي ټیم له لوري په تېرو ۱۷ ورځو کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه تر دې دمه د لویدیځ زون په هرات ولایت کې له ۱۶ روغتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۴
Background image

د روغتونونو درجه بندي د جنوب زون په ولایتونو کې

د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د جنوب زون ځانګړي ټیم له لوري په تېرو ۱۷ ورځو کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه تر دې دمه د جنوب زون په هلمند ولایت کې له اوو، نیمروز. . .

BACK TO NEWS