د پنجشیر ولایت په مرکزي روغتون کې د پنځو میلیونو افغانیو په ارزښت د عاجل څانګې پرانیسته ترسره او په عصري تجهیزاتو سمبال ډیجیټل ایکسری خدمتونه فعال شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۰:۳۹
moph

د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل: «دا لومړی ځل دی چې پنجشیر ولایت په یو معیاري روغتیایي مرکز سمبالیږي او زیاته یې کړه، تر دې وړاندې ډېری ناروغان کابل او ګاونډیو ولایتونو ته تلل، خو د دغه مرکز په جوړېدو سره به د ناروغانو انتقال نورو ولایتونو ته کم شي

همدارنګه، د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل، چې په دغه مرکز کې موجود تجهیزات له نړیوالو معیارونو سره سم دي او ناروغانو ته به په کې روغتیایي خدمتونه وړیا وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټيډرس ادهانوم سره په هند هیواد کې ليدنه تر سره کړه

په دې ليدنه کې افغانستان کې د پوليو ويروسي ناروغۍ د تشخيص په موخه د معياري لابراتوار د خدماتو پر څرنګوالي ، د افغانستان روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه د‌ نړيوالو د ملاتړ، د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

BACK TO NEWS