د پروان ولایتي تخصصي روغتون څخه د اکمال تخصص برنامې د تطبیق په موخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۵۰
moph

 د ولایتي تخصصي روغتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو په لړ کې چې موخه یې په تخصصي برنامو کې ستونزو ته رسېدنه، په روغتونونو کې د یادې برنامې د ځانګړي کریکولم پلي کول او د تخصصي برنامو بډایه کول دي، دا ځل د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست نظارتي ټیم د پروان ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې د پروان ولایتي روغتون رئیس یې هم ملتیا کوله د اکمال تخصص ریاست نظارتي ټیم د یاد روغتون د عمومي جراحي، نسائی ولادي، ماشومانو داخلې، لابراتوار او جدي پاملرنې خونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د یاد نظارت موخه د اکمال تخصص برنامې معیاري کول او په دې برنامه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده؛ ترڅو د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS