د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژې پرانیست غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۵
moph

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژه د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو او د مرکز او ولایتونو د بېلا بېلو ادارو د استازو په شتون کې د خوړو او درملو معینیت په عمومي تالار کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د دې سترې او حیاتي پروژې د پرانیستې له کبله د خوړو او درملو معینیت او د هېواد متدین ملت ته مبارکي وویله او یاده پروژه چې موخه یې د عامه روغتیا معیارونو لوړول، د درملو د عرضې پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د خوندي، اغېزمنو او باکیفیته درملو د لاسرسي تضمین دی، یو ملي، اصلاحي او بنسټیز اقدام وباله او ویې ویل: (زموږ ملت له ډېرو کلونو راهیسې له بې ‌کیفیته درملو او غیرمعیاري خدماتو څخه کړیږي، خو د دې پروژې په تطبیق سره به ان ‌شاءالله دغو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي).

ښاغلي وزیر همداراز، د ټولنې د روغتیا په برخه کې د خوړو خوندیتوب او د درملو د اغېزمنتیا او د کیفیت اهمیت ته په اشارې زیاته کړه، ټول وارداتي شرکتونه او تولیدي فابریکې باید یواځې هغه درمل او محصولات هېواد ته وارد، تولید او بازار ته عرضه کړي، چې له لازم خوندیتوب، کیفیت او اغېزمنتیا څخه برخمن وي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د دې سترې ملي پروژې پرانیسته یو لویه لاسته ‌راوړنه وبلله او ویې ویل، د دې پروژې په تطبیق سره به د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې ټول درملتونونه، د درملو عمده ‌پلورنځي او د دودیز طب درملتونونه سروی او ثبت شي.

هغه د دې پروسې ملاتړ د هر افغان ملي وجیبه او مسؤلیت وباله او په پای کې یې له الله تعالی څخه د توفیق دعا وکړه، څو دا پروژه په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت ۶۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ دی او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره به د تطبیق وړ وي.

چې پایله کې به یې د هېواد ټول درملتونونه سروی شي، جواز لرونکي درملتونونه به په الکترونیکي بڼه بیا ثبت شي، خپل ‌سري درملتونونه به تشخیص شي او د اړتیا وړ سیمو کې به د نفوس له مخې نوې درملتونونو ته ځایونه ځانګړي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱
Background image

هرات ولایت کې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر، تقلبي او فاسد خوراکي توکي راټول شول

د هرات عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو تولیدي او وارداتي تاسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو د یاد ولایت د ۵ ناحیې اړوند بهزاد سړک او د متحد برادران مارکېټ کې له ۹ زیرمتونو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د بغلان ولایت د پولیو کمپاین ناظمینو لپاره روزنیز پروګرام  پرانیستل شو

د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت له لوري د پولیو کمپاین د ناظمینو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پرانیستل شو.

په دې پروګرام کې، چې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د اکمال تخصص برنامې ته د روغتيايي کارکوونکو جذب

عامې روغتیا وزارت په تېر يو کال کې د روغتیايي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.

دغه هڅې د بشري سرچینو د مسلکي ودې، د تخصص کچې لوړولو او د معیاري روغتیايي. . .

BACK TO NEWS