د بغلان ولایت د پولیو کمپاین ناظمینو لپاره روزنیز پروګرام پرانیستل شو
د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت له لوري د پولیو کمپاین د ناظمینو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پرانیستل شو.
په دې پروګرام کې، چې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان استازو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو او ناظمینو ګډون کړی و، د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤل، ډاکټر فیصل احمدزي د پولیو ناروغۍ د مخنیوي پر اهمیت وینا ترسره او ویې ویل: (پولیو ناروغي لا هم د ماشومانو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.)
نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې روزنیز پروګرام له لارې به ناظمین د کمپاین د ښه مدیریت، د ټیمونو د سمې لارښوونې او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخو کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي.
دا ډول روزنیز پروګرامونه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې مهم رول لري او د کمپاین د بریا لپاره د ناظمینو ظرفیت لوړول اړین دي.
