د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یاد سیسټم د تشریح کولو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۳۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یو درې ورځني ورکشاپ ترڅ کې ورپېژندل شو، چې له مخې به یې په چارو کې روڼتیا، مرستو کې اغېزمنه همغږي او لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

همداراز، د یاد سیسټم په جوړېدو او تطبیق سره به د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند معلوماتو ته د چټک، شفاف او دقیق لاسرسي زمینه برابره شي او هم به د همکارو ادارو ترمنځ د لا زیاتې او ښې همغږۍ لامل وګرځي.

د یادونې وړ ده، چې په لومړي ځل د نړیوالو مرستو د انسجام او ښې همغږۍ په موخه یو منظم ډیجیتل سیسټم را منځته شو، چې د پروژو په ښه مدیریت، د مرستو په دقیقه څارنه او ارزونه او د تکراري فعالیتونو په مخنیوي کې به اغېزمن رول ادا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا برخې مسؤلینو کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته په یاده برخه کې هر اړخیز خدمات وړاندې کړي دي

د دغو خدماتو په وړاندې کولو سره د رواني روغتیا برخې مسؤلین توانېدلي، چې د وروستۍ زلزلې اغېزې راکمې او د خلکو په ذهني ارامتیا کې غوره بدلون راولي؛ ترڅو په ټولنې کې رواني روغتیا خوندي، د. . .

BACK TO NEWS