د ننګرهار روږدو ناروغانو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون طبي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۵ ورځنی روزنیز ټریننګ پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۴
moph

یاد ټریننګ چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ پیل شو، د پرانیستې پر مهال یې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج امین الله شریف، د روږدو ناروغانو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون آمر او MMRCA مؤسسې استازو ګډون کړی و.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د دغه ټریننګ موخه د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړول یاد کړل، ورته روزنیز پروګرامونو یې د روغتیايي کارکوونکو د پوهې او تجربو په ترلاسه کولو کې مهم وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په ټریننګ کې شامل موضوعات زده او په اړوندو برخو کې یې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې وړاندې هم د نوموړي روغتون کارکوونکو ته په یو شمېر نورو برخو کې د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ټریننګونه ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS