د محصلینو او زده‌کوونکو لپاره د نشه‌يي توکو د کارونې مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې له لوري د محصلینو او زده‌کوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او نشه‌يي توکو ناوړه پدیدې پر لور د ځوانانو د تمایل مخنیوي په موخه، رازي د طبي علومو پوهنتون زده کړيالانو او محمد اسماعیل حسن‌زي عالي لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌يي توکو د کارونې مخنیوي پروګرام ترسره شو.

د دغه پروګرام په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې د نشه‌يي توکو د استعمال مخنیوي ټیم له لوري د نشه‌يي توکو زیانونو، پایلو او د مخنیوي لارو چارو په اړه علمي او تخصصي سیمینار وړاندې شو، چې په کې په د روږديتوب د رامنځته کېدو لاملونه او عوامل وڅېړل شول او هغه ټولنیز، اقتصادي، کورني او رواني عوامل، چې د دې پدیدې په رامنځته کېدو کې اغېز لري تشریح شول.

همدارنګه، د روږديتوب نښې له فزیکي او رواني اړخونو څخه په مفصله توګه وڅېړل شوې؛ څو زده کړيالان او زده‌کوونکي وکولای شي، د روږديتوب لومړنۍ نښې وپېژني، د مخنیوي او اغیزمن عامه پوهاوي برخه کې خپل رول په ښه توګه ادا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS