د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت د پرله پسې هڅو پایله کې وتوانېد، څو د (۱۰) خصوصي روغتونونو د نسخو لیکلو سیستم کمپیوټري کړي
دغه مهم اقدام د اداري اصلاحاتو د پلي کېدو، شفافیت پیاوړتیا، د ناروغانو د معلوماتو ثبت او ساتنې په بهیر کې د نظم ښهوالي او دقت، د اسنادو ضایع کېدو مخنیوي او ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د چټکتیا په موخه تر سره شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د نسخو کمپیوټري سیستم په پلي کېدو سره د لا ښه کنټرول، اغېزمنې ارزونې، د تېروتنو کمښت او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو زمینه برابره شوې، چې دا کار د روغتیايي خدمتونو د معیاري کېدو په لور یو اغېزمن ګام بلل کېږي.
