د عامې روغتیا وزیر سرپل ولایت کې د یو شمیر مؤسسو له استازو سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۹:۳۴
Saripol

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه ترسره کړه .

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې لیدنه کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو هڅې او کوښښونه وستایل او و یې هڅول؛ تر څو ولس ته په وخت سره بشپړ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ تر څو د هېواد ټولو سیمو کې ولسونو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ۳ سوه زیاته روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

ښاغلي وزیر همداراز د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسئولینو او د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ته د ولس د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS