د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسیف دفتر له مشرانو سره د مانکي پاکس ناروغۍ د مخنیوي په موخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۶:۹
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ښاغلي ایډوین سینیزا سلاوډر، د یونیسیف دفتر له مشر ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او د کډوالۍ نړیوال سازمان له مسؤلینو سره د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ څخه د مخنیوي او د کنټرول لپاره یې د لازمو تدابیرو نیولو په موخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود د مانکي پاکس ناروغۍ د مخنیوي، د کنټرول په موخه یې د اړوندو ادارو ترمنځ پر ګډه همغږۍ، د تجهیزاتو پر برابرولو او د یادې ناروغۍ د درملنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دغه ناسته کې د نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د مانکي پاکس ناروغۍ په کنټرول ټینګار وکړ او ویې ویل:( هڅه کوو هېواد ته د ټولو هغه ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی وکړو، چې د هېوادوالو روغتیا او ژوند له ګواښ او خطر سره مخ کوي.)

نوموړي په همدې موخه د یادو سازمانونو همکاري اړینه وګڼله او له استازو یې وغوښتل، څو په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

سربېره پر دې په دغه ناسته کې یوې ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامداره همغږۍ او ګډ کار په مرسته دې د دغه ناروغۍ د مخنیوي اړوند لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

یونیسیف ادارې د ننګرهار سیمه ییز روغتون نسایي ولادي څانګې ته د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت دوه د عملیات میزونه ورکړل

یاد میزونه د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په شتون کې د سیمه ییز روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د یونیسیف ادارې له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د. . .

BACK TO NEWS