د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر، ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۵۶
moph

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د بې وزلو هېوادوالو د لاسنیوي، د دوامداره وینې کمونکو (تلاسیمیا) ناروغانو لپاره د روغتون جوړېدو، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکتر قلندر عباد د روغتیایې سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونه لوړل اړین وبلل او په دې برخه کې د متحده عربی اماراتو د همکارۍ غوښتونکی شو.

 له بل لوري په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د بې وزلو هېوادوالو د درملنې او د دوامداره وینې کمونکو ناروغانو لپاره د روغتون جوړېدو په برخه کې د دې هېواد د روغتیايي ادارو سره د موضوعاتو د شریکېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS