بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
MOPH

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو، (۲۱) د راډیولوژۍ مرکزونو او (۲۴۲) د خوراکي توکو عمده پلورنځيو څخه تر سره شوی دی، چې په پایله کې یې (۲۶۴) درملتونونه، (۱۷) د درملو عمده پلورنځي، (۴) د راډیولوژۍ مرکزونه او (۲۱) لابراتوارونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

همدارنګه، (۱۴۱) ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د رنګمالۍ او کانګريټ اچونې پروژې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت، تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د کابل په غازي عالي لېسه کې څه باندې ۲۶۰۰ زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۴۷
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ابو‌علي سينا بلخي دويم ملي او نړیوال نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد د ابو‌علي سينا بلخي دويم ملي او نړیوال نندارتون له غرفو څخه د ليدنې پر مهال د درملو توليدي شرکتونو، روغتيايي محصولاتو او. . .

BACK TO NEWS