د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د ځینو ولایتونو د رئیسانو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۶:۳۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کاپيسا، پروان او پنجشېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو د فعالیتونو، سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو، روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو او اړینو طبي توکو رسولو، کلیوالو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو او د ولسوالۍ کچې روغتونونو جوړېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ولایتي روغتیا رئیسانو وړاندیزونه واورېدل او له اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل چې په دې برخو کې خپلې چارې په سمه توګه ترسره او په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS