د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت او مل تخنیکي پلاوي بامیان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر جواد حکیمي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۵۷
moph

په دې لیدنه کې د بامیان د عامې روغتیا رئیس، د وزارت څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د یاد ولایت د روغتیايي وضیعت، وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو، شته ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک او د عامې روغتیا وزارت له همېشني ملاتړ څخه یې خوښي وښوده.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د خپل سفر موخه شریکه او د روغتیايي وضیعت ښه والي په موخه یې د بامیان ولایت د عامې روغتیا ریاست کړنې وستایلې.

په دې لیدنه کې روغتیايي مرکزونو کې د ملي روغتیايي پروګرامونو د تطبیقي وضیعت، د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي، طبي تجهیزاتو او روغتیايي کارکوونکو د وضیعت اړوند هم بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د تطبیق کوونکې مؤسسې له مسؤلینو سره په ګډه د بامیان د مرکز اړوند شهیدان جامع روغتیايي مرکز له ټولو څانګو څخه لیدنه وشوه، د ناروغانو د ثبت راپورونه، د وړاندې کېدونکو خدمتونو بهیر، طبي تجهیزات او له ناروغانو سره د روغتیايي کارکوونکو چلند ارزیابي او د خدمتونو لا ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه د یاد مرکز له مسؤلینو سره شریک شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS