د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي او مل پلاوي د عاجل ابن سینا روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه
په دې ليدنه کې د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر او د موجوده امکاناتو ارزونه ترسره او د چارو د لا ښه تنظیم، د خدمتونو کیفیت لوړولو او شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د یاد روغتون مسؤلینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل، چې د بشپړې رسېدنې او لازمې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.
