د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو اووه ورځنی ورکشاپ ترسره شو
په دغه ورکشاپ کې چې د مليالشفاء، دشت برچي سل بستریز او حضرت بلال پنځوس بستریز روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، موخه يې د ګډونوالو د پوهې، مهارتونو، مدیریتي وړتیاوو او مسلکي ظرفیتونو لوړول، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې د مسلکي اخلاقو د اصولو دودول او په روغتیايي مرکزونو کې د مدیریت د کیفیت پیاوړتیا وه.
ټاکل شوې ده، چې ګډونوال به د ورکشاپ له علمي موضوعاتو او عملي تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د خپلو اړوندو روغتیايي مرکزونو د مدیریت سيستم په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
