د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال له خوا د هلمند روغتونونو څخه څارنیز لیدنه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه هلمند ته د سفر پر مهال د بُست ولایتي، ملکه ثریا او فاطمه بیات روغتونونو څخه لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې چې د هلمند د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله یې هم ملتیا کوله، د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې ولیدې، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې د لازمو اقداماتو ژمنه وکړه.

ښاغلي مرستیال همداراز، د یادو روغتونونو د بستر ناروغانو احوال واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او د درملنې ډاډ یې ورکړ.

هغه دغه راز، د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او د لا ښه خدمت په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS