د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۵
MOPH

د یاد نظارت موخه د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي؛ د نظارتونو یاده لړۍ، چې څه موده وړاندې پیل شوې، پر دوام یې له الشفا کمپلکس، رسالت، کاتب، معاصر ستوماتولوژي، عالمي، امام زمان، وطن روغتیا، راموز د سترګو، وطن معالجوي، امام رضا او غرب امیري روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS