د عامې روغتیا وزارت د سترګو متخصصینو ګرځنده ټیم د لوګر ولایت په ازرې او برکي برک ولسوالیو کې د سترګو اړوند روغتیايي خدمتونو کمپاین په بریالیتوب سره بشپړ کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۵۷
moph

د دې کمپاین په ترڅ کې، په برکي برک ولسوالۍ کې (۲۵۸۳) ناروغان معاینه شول، (۲۱۱) د سترګو عملیاتونه ترسره شول او  دغه راز (۳۷۴) جوړې عینکې هم ووېشل شوې.

همدارنګه، په ازرې ولسوالۍ کې (۱۸۰۷) ناروغان معاینه شول، ۱۰۸ د سترګو عملیاتونه ترسره شول او (۴۲۶) جوړې عینکې ووېشل شوې.

سربېره پر دې، د ازرې ولسوالۍ ۴ ناروغان د لا زیاتو تخصصي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه کابل ته ولېږل شول.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس ژمنه وکړه چې د ورته تخصصي خدمتونو د برابرولو لپاره به په نورو ولسوالیو کې هم هڅې وکړي.

دغه راز، د برکي برک او ازرې ولسوالیو اوسېدونکو د سترګو متخصصینو څخه مننه وکړه او د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کېدو څخه یې خپل رضایت څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د معتادینو د بیاځلي ټولنیز ادغام لپاره ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ۳۰ بستریز معتادینو د درملنې روغتون کارکوونکو د داخل‌ بستر ناروغانو لپاره د هغوی د بیاځلي ټولنیز ادغام په موخه یوه ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي. . .

BACK TO NEWS